|
دم گړۍ د طلوع ټلويزيون خپرونې په 14 ښارونو کې په ازادانه توګه د ليدونکو لخوا ننداره کيږي . او مونږ ددې په لټه کې يو چې خپلې خپرونې ټول افغانستان ته وغځوو.
د سپوږمکۍ له لارې د طلوع ټلويزيون خپرونې د سيمې په کچه د Eutelsat SESAT2 (or Express AM22) لارې ننداره کولای شئ. د طلوع ټلويزيون لپاره د سپوږمکۍ د پوښښ جزيات په لاندي ډول دي .
سپوږمکې : Eutelsat SESAT 2/Express AM22, 53 Degrees East
موج : Ku Frequency: 11,681.85
سمبول ریت : 5,000
FEC: 3/4
کله مو چې خپله سپوږمکۍ هغې پورتنۍ فريکونسي سره عياره کړه ، په ياد ولرې چې تاسو به دوه اختيارونه د خدماتو لپاره ولري .
د 1 اختياري سرويس يا ( طلوع )
د 2 اختياري سرويس يا ( لمر )
که تاسو غواړې چې د طلوع ټلويزيون ننداره کړې ، نو تاسو د لومړۍ اختياري سرويس يا طلوع ټاکنې ته اړتيا لرې او د هغه وروسته ژبه ، انګريزي ژبه وټاکې . د جرمني ژبې اختيار به تاسو ته ارمان اف ام درکړي .
که تاسو غواړې چې د لمر ټلويزيون ننداره کړې ، نو دي ته اړتيا لري چې 2 اختياري سرويس يا لمر وټاکې او ژبه به په اتوماتيک ډول انګريزي ته لاړه شې . که د سګنالونو سره کومه ستونزه لري نو مهربانې وکړئ د
This e-mail address is being protected from spam bots, you need JavaScript enabled to view it
سره اړيکه ونيسې .
دبريښنا ليک دغه پته د "سپمونو" د راليږلو څخه په امن کې ساتل شوې ده او د هغه د ليدو لپاره تاسو بايد په خپلو کمپيوټرونو کې د جاوا سکريپت فعاله کړئ . لاندې شکل د سيمې په کچه د سپوږمکۍ له لارې د طلوع ټلويزيون د اصلي پوښښ جزيات ښيې .
|