سیمسم سټریټ به د لومړي ځل لپاره په طلوع او لمر تلویزیونو کی PDF چاپ ايميل
Saturday, 03 December 2011
mr.-massod-sanjer-ernie-m.jpg
 

 

 

 

 

 

 

 

 

سیمسم سټریټ به د لومړي ځل لپاره په طلوع او لمر تلویزیونو کی نندارې ته وړاندې شي
د باغچۀ سم سم  ځايي کوپروډکشن ، به په ژوندۍ بڼه د نړۍ دنامتو ستورو ایلمو، ګروور، او د سیمسم  د ملګرو لخوا په ګډه په ژوندۍ بڼه په فلمونو او فلمي نندارو کې را څرګند شي.
 
نیویارک، او د افغانستان پلازمني کابل، ، د نومبر ۳۰، ۲۰۱۱- (  سیمسم ورکشاپ، چه د سیمسم سټریټ تر شا یوه له ګټې پرته ياغيرانتفاعي ښوونيزه موسسه ده ، د طلوع اولمر تلویزیونو په ګډه د باغچه سیمسم په نامه د ماشومانو لپاره یو نوی تلویزیوني سریال تولید کړیدی. نوموړي ځايي فلمونه او فلمي ټوټې چی په ژوندۍ بڼه چمتو شوې ترڅو وکړاي شي له افغان ماشومانو سره د ښوونې په برخه کې مرسته وکړي. پداسی حال کې چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عُمره ماشومانو شمیر پنځه میلیونو ته رسیږي، خو له دې شمیر څخه یوازی لږ سلنه په وړکتونو کی روزل کیږي. پدې موخه د برابر شوي پروګرام له مخې به باغچه سیمسم سیریال چې د افغانستان د پوهنې وزارت په مشوره تولید شوی ۲۶ نیم-ساعته په پښتو او دري ژبو خپور شي او پوره برخې به یې د ۲۰۱۱ میلادي کال د ډسمبر له لومړۍ نيټې څخه د طلوع تلویزیون له لارې د ماسپيښین په څلورو بجو له پنجشنبې څخه تر یکشنبې پورې او د لمر تلویزیون له لارې د ماسپښين له پنځو بجو څخه هره پنجشنبې او جمعه او هره شنبې او یکشنبې د ماسپښین په ۳:۳۰ دقيقو خپورې شي.

 باغچۀ سم سم چی د (سیمسم باغ) په مانا ده، ۱۳ په ژوندۍ بڼه محلي تولید شوي فلمونه لري، چې په افغانستان کی د کلتور،دودونو، کليوال او ښاري ژوند ځینې نور اړخونه انځوروي.  په دغو دوه ـ ترـ دريو دقیقو کوچنيو مستندو فلمونو کې د تنکيو ماشومانو ورځنی ژوند دافغانستان او شااوخوا سيمو څخه انځور شویدی او همدارنګه دغه فلمونه په ژوندۍ بڼه دبيلګې په توګه د هیواد د بيلابيلو ولايتونو دودونه يو بل ته ور وپیژني :

• د ښوونځي لومړۍ ورځ- شپږ کلنه زینب د ښوونځي دلومړۍ ورځې لپاره ځان چمتو کوي، او دا یوڅه پریشانه ده. دهغې مور او پلارنوموړې ته ډاډ ورکوي چه هر څه به سم پرمخ ولاړشي. په ټولګي کې دا تمرین حل کوي، د استاد پوښتنو ته ځواب وایي، او دځان لپاره نوي ملګري لټوي، په تفریح کې هغه دپټ پټوني لوبه کوي. د نوموړې ښه ساعت تیر دی، او ښوونځي ته د بيا تلو لپاره ډيره ليوالتيا لري.

 

• مسلکونه- انجینر- اووه کلنه دیدا د خپلې خاله سمیرا سره ګوري چی یوه ملکی انجینره ده. سمیرا دیدا له ځان سره د خپل کار ځاي ته بیایي، هلته نوموړې یوه کلکه خولۍ پر سرکوي او خپله خاله ويني چې له نورو انجینرانو سره د معمارۍ پر نقشې کتنه کوي . سمیرا دیدا ته وایي که هغه هم غواړي چی یوه انجینره شي، نو باید ډيره مطالعه وکړي، او ریاضی ښه زده کړي.
او همدارنګه به د سيمسم سټریټ څخه په وړيو او بڼوکو پوښل شوي ملګري، ایلمو، بیګ برډ او ګروور، چمتو وي چې ماشومان د اصلي استعدادونو په برخه کی وهڅوي، لکه د سواد، ریاضي، د ښوونځي لپاره د چمتووالي، د ژوندانه د وړتياوو او د نجونو پر تعليم د یوه ځانګړي ټينګار او له کلتور څخه د خبريدوپه برخو کې. سیمسم مفیټ (خبرې کونکې نانځکه) به د مصر، بنګلدیش، مکسیکو او روسیې په ګډون د نړۍ له شاوخوا کو پروډکشنونو څخه، به هم د سریال تر پایه په بيلابيلو برخو کې انځورشي.

 

"دنړۍ په تيره بيا میلیونونو امریکایي ماشومانو ددغې نندارې له لیدو، روزنو، او زده کړو څخه خوند اخیستی دی. د امریکا متحده ایالات په دې ویاړي چې دافغانستان د پوهنې د وزارت او د افغان مطبوعاتو له غړو سره یو ځاي یې دغه ښوونيز پروګرام افغانستان ته راوړ" دامریکا دمتحده ایالاتو دافغانستان سفیر راین کروکر
"دا یوڅرګند واقعيت دی چې مطبوعات د تعلیم په وده کې دعلمي او نړيوالې پوهې د پروګرامونو دلارې ډیری لوي رول لوبوي، ددې واقعيت په رڼا کې، د پوهنې وزارت دخپل تعليمي تلویزیون له لارې د لیرې واټن علمي پروګرامونو برابرولو ته پام کړی دی.  زه باورلرم چی باغچه سیمسم پروګرام چی دکلتور، دودونو، او د افغانانو د کليوال او ښاري ژوند نور اړخونه پکې انځورشوي، په ژوره توګه به زموږ د ماشومانو د پوهنیز پرمختګ لپاره ګټور وي او زموږ ټولنه به دټولنيزې ښېګڼې، اقتصادي ودې او دوام داره سولې خواته پرمخ بوځي" , وايي فاروق وردک د پوهنې وزیر.

 

"سیمسم ورکشاپ پر دې ویاړي چې له طلوع او لمر تلویزیونو سره يې په ګډه یومحلي سریال جوړ کړی چې نه یوازې هڅه کوي چې څرنګه ماشومان د عُمرترپایه د زده کړې لپاره چمتو او وروزي، بلکه دافغانانو کلتور ته یو بې ساری لید لوری ورکوی ترڅو ماشومان وکولاي شي زده کړه ترې وکړي, وایي،" ایچ میلوین مینګ، اجرائیه رئیس او د سیمسم ورکشاپ رئیس. "د افغانستان له دوه پر دریمې څخه کم ماشومان په لومړنيو ښوونځيو کی شامل شول، باغچه سیمسم  د کوچنیانو دروزنې لپاره د ټول هیواد په کچه یو ډیر مهم اقدام دی."

 

"د سیمسم ورکشاپ او کابورا تر منځ همکاري به د لومړنيو او منځنيو زده کړو لپاره په افغانستان کې نوی لارې پرانيزي، يوازې لکه څرنګه چې سیمسم سټریټ داکار په نړیواله کچه له ۴۲ کلونوڅخه د زیات وخت لپاره کړی دی.  دوي د ماشومتوب د پرمختګ په ساحه کی مخکښ دي او طلوع او لمر په افغانستان کی ماشومانو ته په خپرونو کی دوه ترټولو پیاوړي مطبوعاتي تلویزیونونه دي. موږ په رښتیا هم ليواله  یو چی د دوي د زده کړې مسلک او تصور مو په یوه داسې پروګرام کې خپل کړی چې وبه کړاي شي تنکيو ماشومانو او کورنیو ته په سیمه کی یوه انګازه ورکړی"، سعد محسني، د موبی ګروپ مشر،چی طلوع تلویزیون، لمر تلویزیون او کابورا پروډکشن په واک او اداره کې لري.

 

 د امریکا متحده ایالاتو د ددولتي شعبې د ملاتړ له لارې د باغچه سیمسم دجوړولو امکان برابر شو.

 

د  باغچه سیمسم  د صحنې تر شا  جوړښت دلیدنې لپاره دلته کلیک وکړئ او یا له هغې څخه لیدنه وکړئ.
http://www.wmm2.com/mediamail_view.aspx?uid=38d6b60a-02ca-41a4-8c66-3bfb2a731845

 

Comments (3)Add Comment
مشکل در فرکانسهای طلوع و لمر و طلوع نیوز
written by hassan, May 04, 2012
متاسفانه مدتی است این فرکانسها خیلی خیلی ضعیف شده و یا قطع یا به صورت شطرنجی شده در ضمن دیش تنظیم است و در ضمن کانال طلوع نیوز در روز وصل ولی در شب قطع ولی سیگنال دارد و وقتی در شب روی این این سیگنال سرچ میشود کانال نور میایید پس بنابر این این فرکانسها کلا مشکل دارند خواهش میکنم هر چه سریعتر رفع مشکل کنید یا حد اقل چرا از سیمبوریتهای قوی با پنج تایی استفاده نمیکنید یاز هم تشکر ما در ایران منتظریم
...
written by ccocoo, April 27, 2012
special variety associated with ray ban sunglasses clearance. Yes, an individual read the item inside okayed style ray ban sunglasses outlet.
The cheapest jerseys-nike jerseys
written by Lu, April 05, 2012
nfl jerseys free shipping
discount nfl football jerseys

Write comment
You must be logged in to a comment. Please register if you do not have an account yet.

busy
 
قبل >

Raz Ha e Een Khana

The only Afghan produced and created serial in the world, now showing on Tolo TV Afghanistand and soon to appear on Tolo TV International.

Zang e Khatar

Zang e Khatar is the most popular satire and comedy programs in Afghanistan. Join us weekly on Tolo TV Afghanistan and International.

zang480-2.jpg

Ganjina

Ganjina is one of the entertainment programs, the design and concept of the show is similar to the European county’s game show (Deal or No Deal).

ganjina.jpg

Hawai Taaza

Hawai Taaza is one of the informational and entertainment children programs, which is performed by the kids.

ganjina.jpg

On the Road

On the Road is one of the informational and touristic program which is funded by the US embassy and it mostly portrays the ventures and services which US people has implemented in the country.

ontheroad.jpg

Watch Videos Online

You can enjoy many episodes of some of our most popular programs online, at a time and place of your choosing, though this website.

Click on THIS LINK to go to our latest videos available on our website, and keep coming back for more regularly.

TOLOnews Ads

ad_tolonews_tall.png

Syndicate

Leave messages using 456

456-logo.jpg

Leave messages for Tolo TV using the 456 service. Just dial 456 and follow the prompts.

Watch Music Videos

barbudmusic-logo.jpg

Watch all the latest music videos on the Barbud Music website , and find out about all of the popular Afghan and international musicians.

Join TOLO Mailing List

Your Email Adress:

Login Form